طالبان لويه بلا ده چې د ISI او CIA لخوا جوړه شوي
سيد معروف همدرد سيد معروف همدرد

په نوي ډيلي کې د The Times of India ورځپاڼه د مې په دولسمه په خپل لومړي مخ د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري هغه څرګندونې راخلي چې د طالبانو په اړه يې په واشنګټن کې خبري رسنيو ته کړي دي.ورځپاڼه ليکي: ولسمشر زرداري په څرګنده دا خبره ومنله چې هېواد يې د هغه بلا سره په جګړه کې ښکېل دی کومه چې د ISI او CIA لخوا رامنځ ته شوېده.

د پاکستان ولمسشر اصف علي زرداري له دغې بلا د طالبانو سره جګړه يو ګډ جنګ بولي کومه چې د دوی د استخباراتي ادارې ISI او د امريکا د CIA لخوا تشکيل شوېده.ښاغلی زرداري وايي، دغه جګړه د پاکستان، امريکا او نړۍ لپاره د سرطان ناروغي ده او علاج يې په ګډه له دغې ډلې سره جګړه بولي.

ولسمشر زرداري امريکا په دې تورنه کړه چې د پاکستان د پوځي حکومت له مشر مشرف سره يې مرسته کوله کوم سړي چې د طالب اورپکو پلوي يې کوله.د يوولسم ستمبر د پېښو نه وروسته کله چې امريکا پدې نظريه شوه چې د دغه خطر ايښی له منځه يوسي، په هغه وخت پاکستان دواړه غاړې پاللې.

ښاغلی زرداري وايي زه د امريکا د خلکو د هغې عقيدې مخالف يم کوم چې د پاکستان پوځ او ISI او تر اوسه د طالبانو سره خواخوږی دی.جنرال مشرف شايد دا نظريه درلوده چې د کور خاوند ته وايه کور ساته او غله ته وايي غلا کوه. مګر په يقين سره زه دا فکر و پروسه نلرم.د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ته او يا د پاکستان پوځ د دغه هېواد واک په لاس کې لرئ، وويل: زه د ټول ملک واک په لاس کې لرم څرنګه چې پاکستان دولت يوه پارلماني دولت دی نو وروستۍ پرېکړه به پارلمان کوي.همدارنګه ورځپاڼه ليکي: زرداري په تونده لهجه هغه پوښتنې ځواپ کړې کوم چې له ده څخه د پاکستان د اتومي سلا په اړه وشوې، ښاغلي زرداري وويل: زه مجبوره نه يم چې د پاکستان د اتومي سلاوو د موفقيت په اړه امريکا ته معلومات ورکړم. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا تاسو به امريکا ته اجازه ورکړئ چې د پاکستان د ټولې وسلې د ساتنې لپاره يوه ستراتيژي جوړه کړي، ولسمشر زرداري به ځواب کې وويل: ((امريکا دا کار ولې د نورو هېوادو لپاره نه کوي، ولې د پاکستان لپاره.))


May 17th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات